General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): څلورتنه دمسکراتو اونشه یی توکو دقاچاق په توربه سزا محکوم شول

څلورتنه دمسکراتو اونشه یی توکو دقاچاق په توربه سزا محکوم شول

2019-06-11 Presiner 2.jpg

 

دتیرو۷ورځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۴ تنه د۴ قضیو په اړوند له ۳کاله څخه تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د څه باندې ۱۱ کیلوګرامه هیرویین، ۱۱کیلوګرامه مورفین او څه باندې ۲ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد  له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یې دغه مرکز ته استول شوي و.

په یاد وخت کې کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۲۵ قضیو په اړوند ۲۷ تنه دنشه یي توکو د قاچاق په تور تورن له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۵ تنه هغه کسان شتون لري چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي هیرویین اومت امفتامین په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان،متحده عربی امارات او سعودی عربستان ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري. 

دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکي هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۳۱ تنه د ۲۶ قضیو په اړوند له ۱ کاله څخه تر ۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي وو.