Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): زموږ په اړه

زموږ په اړه

دمسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي څه ده؟ 

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی په دی مرکز کې د مسکراتو او نشه یي توکو دجرایمو پرضد د مبارزي ابتدایي او استیناف ځانګړي محکمي له ستري محکمي لخوا، دمسکراتو او نشه یي توکو دجرایمو پرضد دمبارزي ځانګړي عمومي څارنوالي ریاست له لوي څارنوالي لخوا، دمسکراتو او نشه یی توکو د جرایمو پرضد د مبارزی ځانګړي عدلي پولیس او توقیف خونی آمریت د افغانستان اسلامی جمهوریت له کورنیو چارو وزارت لخوا د یو بل ترڅنګ ایجاد شوی، ترڅو دقانون او محاکماتي اصولو په رعایتولو سره د مسکراتو او نشه یی توکو جرایمو ته قانونی رسیدګي وکړی او نوموری مرکز یواځي دغو قضیو عدلي او قضایي صلاحیت په ټول افغانستان کې لری.

دمسکراتو او نشه یي توکو د مبارزي عدلي او قضایي مرکز واکونه:

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي څه باندې یوه کیلو ګرامه هیرویین، څه باندې یوه کیلو ګرامه مورفین، څه باندې ۱۰۰ ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵۰لیتره استیک انهایدرایت،څه باندې۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندې۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندې ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندې ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري. 

دمسکراتو او نشه یی توکو د مبارزی عدلي او قضایي کاري تکلاره: 

د مسکراتو او نشه یي تو کو د جرایمو پرضد د مبارزي عدلي او قضایي مرکز یو روښانه،منظم، بشپړ او ګډ سیستم دی او هغه قضیی چي د مسکراتو او نشه یي تو کود جرایمو پرضد د مبارزي پولیسو او نور هغه اداري چي په دی برخه کي کار کوی یاد مرکز ته رالیږي، دتدقیق بررسی او لابراتوار عمومی مدیریت منسوبینو لخوا پرټه له کوم کورنئ او بهرني فشار پراختیا مومي او د بشپړ څپړنو لپاره د دغه مرکز ځانګړي عمومي څارنوالي او وروسته قضایی فیصلی لپاره د نوموړي مرکز ابتدائیه او استیناف محاکمو ته لیږل کیږي.

په دی مرکز کې داسي روښانه او منظم تکلاره شتون لري چې هیڅ کورنئ او بهرني قاچاق وړونکي د قانون له منګلو څخه خلاصون نه لري.

همدارنګه که چیري نور جرایم لکه اداري فساد چې د مسکراتو او نشه یي توکو له جرایمو سره ټلاوو ولری

دموږ تکلاره:

لکه څنکه چي د نشه یي تو کو کار اوبار په مستقیمه ډول د تروریزم د تمویل سرچینه ګنل کیږي د افغانستان اسلامي جمهوریت هوډ لري ترڅو د نشه یي توکو او مسکراتو د کاراوبار ټغرله دغي سیمي څخه ټول او عاملین یي د افغانستان د نافذه قوانینو او په څانګړي ډول د نشه یي توکو او مسکراتو پروړاندي د مبارزي د قانون سره سم په سزا محکوم کړي.

 په دي اساس د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندي د مبارزي عدلي او قضایي مرکز د افغانستان اسلامی جمهوریت د ژمني دپوره کولو او دنشه یي توکو دکنترول د ملي ستراتیژي د پروسي د تطبیق د چمتو کولو په موخه لاندي اهداف تعقیبوي .

د ټول هیواد په کچه دنشه یي توکو او مسکراتو د جرایمو د مرتکبینو عدلي او قضایي تعقیبول او د نافذه قوانینو په ځانګړي ډول د نشه یي توکو او مسکراتو د مبارزي د قانون سره سم د نشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق وړونکو شبکود  فعالیت تر څار لاندي نیول.

- د دي مرکز اوهغو ادارو ترمنځ چي دمخدره توکو د مبارزي په برخه کي کارکوي دپام وړ همغږي رامنځته کول .

- د نوموړي مرکز د کارکوونکو دکاری وړتیالوړول او د نشه یي توکو اومسکراتو د جرایمو څیړل او تعقیبول.