دتیرو۷ورځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۲۷ تنه د۲۱ قضیو په اړوند له یوه کال څخه تر۱۷ کاله حبس محکوم په سزا شوي.
یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د څه باندې ۳۳ کیلوګرامه هیرویین،څه باندې ۳۳کیلوګرامه مورفین،څه باندې ۲۲۲۲ کیلوګرامه چرس،۶۰۰ کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد، څه باندې ۱۶ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) او ۹۲۰ ګرامه روان اړونکی ګولیو په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو وروسته د یاد مرکز د ابتداییه او استیناف محاکمو له لوری په اړوندی قضایی فیصلی صادری شوی دي.
په یاد وخت کې کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۲۶ قضیو په اړوند ۳۰ تنه تورن دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۸ تنه هغه کسان شتون لري چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.
دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکي هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد استیناف محکمی له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۴۲ تنه د ۳۴ قضیو په اړوند له ۲ کالو ۶ میاشتونه تر ۱۷ کاله حبس محکوم په سزا شوي وو.