Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۲۹ تنه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شول

۲۹ تنه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شول

2019-04-16 CNJC Photo

 

 دتیرو۷ورځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۲۹ تنه د۱۵ قضیو په اړوند له ۲کاله او ۶ میاشتو څخه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د څه باندې ۵ کیلوګرامه هیرویین،څه باندی۷کیلوګرامه مورفین،څه باندې ۱۰۳۹کیلوګرامه تریاک،۲۶۸۱ کیلوګرامه چرس ،۶۲۰ لیتره مایع کیمیاوی مواد او څه باندې ۱۶ کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) په تړاو دهیواد  له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یې دغه مرکز ته استول شوي و.

په یاد وخت کې کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۲۲ قضیو په اړوند ۲۳ تنه تورن دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۶ تنه هغه کسان شتون لري چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.

دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکي هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۱۵ تنه د ۱۴ قضیو په اړوند له ۵ کاله څخه تر ۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي وو.