General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دمسکراتو او نشه یی توکو سره دمبارزی عدلی او قضایی مرکز لخواه ۱۸تنه محکومیدل

دمسکراتو او نشه یی توکو سره دمبارزی عدلی او قضایی مرکز لخواه ۱۸تنه محکومیدل

2019-01-15 CNJC Photo

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۸ تنه د۱۳ قضیو په اړوند له ۳کال او۶ میاشتی تر۱۰ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دامنیتی اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۸ کیلوګرامه هیرویین، څه باندی ۶ کیلوګرامه مورفین ،۱۳۰ کیلوګرامه تریاک، څه باندی ۶۷۷ کیلوګرامه چرس اوڅه باندی ۵۱۵ ګرامه مت امفتامین(ښیښه) او۱۰ګرامه روان اړوونکی ګولی(K) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۱ تنه د ۱۵ قضیو په اړوند له ۳کال او۶ میاشتی تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوی وو.