General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۲ تنه د مخدره توکو دقاچاق په تړاو په بند محکوم شو

۱۲ تنه د مخدره توکو دقاچاق په تړاو په بند محکوم شو

2018-07-10 Prisoner.jpg

 

 دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۲ تنه د۶ قضیو په اړوند له یوکاله اویوی میاشتی تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۴ کیلوګرامه هیرویین ، څه باندی ۸۸ کیلوګرامه تریاک ، ۳۶۰ کیلوګرامه چرس،څه باندی ۶۵ کیلوګرامه اسیدکلوراید،څه باندی ۲۴کیلوګرامه سودیم کارونیت کاربن په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کی  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۶ قضیو په اړوند ۷ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱ تن هغه کس ده چی  د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ  یی درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

تورن کسان د کابل ، نیمروز،بغلان،سرپل،لغمان اوغزنی  ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی یوه کیلوګرامه هیرویین،څه باندی ۲۴کیلوګرامه تریاک،څه باندی ۳۱کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد ،۱۳۵لیتره تیزاب،۹۸۴ ګرامه ښیښه ،۲۱۲۱۷۵۵ افغانی  ،۶۰۰ امریکایی ډالره،۵۰۰۰پاکستانی کلداری ،۶ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه ،۱عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.