Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): یوولس تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور محاکمه شول

یوولس تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور محاکمه شول

2018-07-03 Presiner 2.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کې ۱۱ تنه د۹ قضیو په اړوند له یوکاله اویوی میاشتی تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۴ کیلوګرامه هیرویین ، څه باندی ۱۷۱ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۶۶۴ کیلوګرامه چرس ، په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یي دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کې  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۸ قضیو په اړوند ۱۴تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۴ تنه هغه کسان دی چی  د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ  یی درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

تورن کسان د کابل ، بلخ،خوست،کندز اوهرات  ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی۱۱کیلوګرامه هیرویین،څه باندی ۵۱کیلوګرامه تریاک ،۱۰۰لیتره تیزاب،۲۲ ګرامه ښیښه ،۱۲۲۴۲۰ افغانی  ،۱۸۰۰ امریکایی ډالره ،۱۹سیټه ګرځنډه ټیلفونونه ،۱عرادی موټره ،۴۴۰۵ فیره بیلابیل مرمی کشف او ضبط شوي دی.