General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دنشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق په تور اته تنه ونیول شول

دنشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق په تور اته تنه ونیول شول

2018-04-17 CNJC Photo

 

 دتیرو۷وروځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۶قضیو په اړوند ۸تنه دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د پورتنیوتورنوپه منځ کې۳تنه چې غوښتل یې هیرویین ډوله نشه یي توکی د حامد کرزي له نړیوال هوایی ډګرڅخه هندوستان(دهلی ښار) ته انتقال کړي شتون لري.

تورن کسان دکابل او هرات ولایتونو څخه له نشه یي توکو او روان بدلونکې ګولیو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی۲۴کیلوګرامه هیرویین،څه باندی۱۴ګرامه تریاک،۲۹۰دانی تابلیت (K) ګولی، ۲۱۰۰نغدی امریکایی ډالره،۱۵سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۲بیلابیل موټره کشف او ضبط شوي.

په یاد وخت کې دمسکراتو او نشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دابتدایی محکمي له لوری په علني قضایی جلسو کې۹تنه د نهو قضیو په اړوند له یوه کاله او شپږ میاشتی تر۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی دي اوهمدارنګه به دی موده کی د نشه یي توکو او مسکراتو د جرایمو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له لوری ۵ تنه یی د پنځو قضیو په اړوند په علنی استینافی جلسوکې په بیلابیل تنفیذی حبسونو محکوم په سزا شوی دي.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي څه باندی یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس گرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.