General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۹ تنه قاچاق وړونکي د حامد کرزي له نړیوال هوایی ډګرڅخه ونیول شول

۹ تنه قاچاق وړونکي د حامد کرزي له نړیوال هوایی ډګرڅخه ونیول شول

2018-04-01 Prisoner.jpg

 

د۷وروځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۲۴قضیو په اړوند ۳۴تنه د یوی ښځی او یوه ایرانی وګړئ په ګډون دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د پورتنیوکسانوپه منځ کې۹قضیی چې تورن یې غوښتل هیرویین ‌ډوله نشه یي توکی د حامد کرزي له نړیوال هوایی ډګرڅخه هندوستان(دهلی)ښار ته انتقال کړي شتون لري.

تورن کسان دکابل،جوزجان،کندز،نیمروز،بغلان،تخار،بدخشان،هلمند،هرات او ننګرهار ولایتونو څخه نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۱۳۸کیلوګرامه هیرویین،۴۵۸کیلوګرامه تریاک،۵۴۱کیلوګرامه چرس،۱۸۸لیتره تیزاب ،۴۹۴ لیتره الکولی مشروبات،۵۰۰۰نغدی افغانی،۳۹۸۰نغدی امریکایی ډالره،۵۰۰۰۰هندی کلداری،۱۶۰۰۰نغدی پاکستانی کلداری ،۶۱۶۰۰۰ایرانی تومان،۳۸سیټه لاسی ټیلفونونه او۱۱بیلابیل موټره کشف او ضبط شوي.

په یاد وخت کې دمسکراتو او نشه یي توکو پرضددمبارزی عدلی اوقضایی مرکز داستیناف محکمي له لوری په علني قضایی جلسو کې۴ تنه په بیلابیلو حبسونو محکوم په سزا شوی دي.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوگرامه مورفین،لس گرامه سنتیتیک مسکرات،5لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریمه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړون صلاحیت یي لري.