Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د سلواغی میاشتې راپور

د سلواغی میاشتې راپور

2018-02-20 CNJC-LOGO

 

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتنې راپور

د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د سلواغی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۵۷ قضیو په تړاو۵۹ تنه د دوو ښځو او یوه ایرانی وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو له پاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۶ قضیی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې قاچاق وړونکو هود درلودل چې نشه یې توکې له دی لاره څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي.

دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق، پلټنی او لابراتوارلوی مدیریت څخه قضیی ترلاسه کړ په دی موده کې یې د تیری میاشتي له پاتی شویو قضیو سره ټولټال د ۷۴ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.

یاد ریاست د دی میاشت په اوږدوکي ۶۹ قضیی ابتدایی محکمي ته،۳۴ قضیی استیناف محکمي ته او ۱۹ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته استولي دي.

یاد څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د سلواغی میاشتې په لړکې۲۵ موټره،۱موټرسایکل،۸۰سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۶۵۵۰۰) افغانی او(۱۰۰۰) امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د نوموړی څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ۱۳۹۶ لمریز کال د سلواغی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۷تنه له۲کالو۶میاشتی تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۵تنه په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی .

له بل لوری په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۱۰ قضیو فیصلی بشپیړی کړي

د۱۳۹۶ کال د سلواغی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۳۰۶،۳۷۰) کیلوګرامه هیرویین

 (۱۸۳۳،۹) کیلوګرامه تریاک

(۱۱۸۲،۸۵) کیلوګرامه چرس

(۱۰۵) کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد 

(۳۱۲،۴۱) لیتره مایع کیمیاوی مواد 

(۵۰۱) لیترالکولی مشروبات 

هغه ولایتونه چې د سلواغی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل د۲۰ قضیو سره او ننګرهار له ۹ قضیو سره د نشه یې توکو او مسکراتو د ډیرو قضیو لرونکې ولایتونو څخه شمیرل کیږي کې چې په دي موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کې ثبت شوي.

هغه ولایتونه چې د سلواغی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:

لوګر،دایکندی،نورستان،پنجشیر،زابل،وردک،سرپل،پکتیکا،لغمان،کندز،کنر،کاپیسا،هلمند،غزنی،فاریاب،بامیان او خوست هغه ولایتونه دی چې په دی موده کی د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کی  هیڅ جرمی قضیی نه لري.