دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزي عدلي اوقضایي مرکزدتدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت،ځانګړی څارنوالی لوی ریاست او د ابتدایی او استیناف محاکمو میاشتني راپور
د پولیسو د تدقیق،پلټنی اولابراتوارلوی مدیریت د راپور پربنسټ د۱۳۹۶ کال د مرغومی میاشتي په اوږدوکې ټولټال ۵۵ قضیی د۷۳ تنو د دوو دولتی موظفینو، دری ښځینه او یوه ایرانی وګړو په ګدون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه یاد مدیریت ته را رسیدلي دی او د مسکراتو اونشه توکو د قانون په رڼا کې د لومړنیو څیړونو نه وروسته ټول قضیی سره له تورنو دعدلي څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د ځانګړي څارنوالي لوی ریاست ته لیږلي دي.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۵ قضیی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تراو لری چې قاچاق وړونکو هود درلودل چې نشه یې توکې له دی لاره څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي.
دمسکراتو اونشه یی توکو د ځانګړی څارنوالی لوی ریاست د راپور پربنسټ، یاد ریاست وروسته له هغه چې دتدقیق، پلټنی او لابراتوارلوی مدیریت څخه قضیی ترلاسه کړ په دی موده کې یې د تیری میاشتي له پاتی شویو قضیو سره ټولټال د ۴۵ قضیو څیړني بشپړي کړی دي.
یاد ریاست د دی میاشت په اوږدوکي ۴۳ قضیی ابتدایی محکمي ته،۳۷ قضیی استیناف محکمي ته او ۱۸ قضیی د افغانستان د ستري محکمي عامه امنیت دیوان ته استولي دي.
یاد څارنوالی د ۱۳۹۶ لمریزکال د مرغومی میاشتی په لړکې۲۴ موټره،۵موټرسایکل،۹۴سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړی او همدارنګه (۱۰۵۷۰۰) افغانی او(۷۰۰)امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و د نوموړی څارنوالی به قطعی حساب د افغانستان بانګ ته سپارل شوی دي.
همدارنګه د ۱۳۹۶ لمریز کال د مرغومی میاشتي په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری ۵۸ تنه د ۱۱ دولتی موظفینو،۶ تنه زنانه او یوه ایرانی وګړی په ګدون په بیلابیل بند محکوم په سزا شوی او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا د مرغومی له لومړی نیټی څخه د سلواغی تر دوهم مه۲۷ تنه په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوی او یوه تن د کافی دلایلو نه شتون له امله په برائت پیژندل سوی دی.
له بل لوری په دی موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د ۲۲ قضیو فیصلی بشپیړی کړي
د۱۳۹۶ کال د مرغومی میاشتي په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:
(۷۷.۱۲) کیلوګرامه هیرویین
(۴۱.۹۹۱) کیلوګرامه مورفین
(۷۲۸۶.۹۳) کیلوګرامه تریاک
(۲۰۰۰) کیلوګرامه چرس
(۲۳۶۶) کیلوګرامه کیمیاوی جامد مواد
(۲.۵) لیتره مایع کیمیاوی مواد
(۲۳۲) لیتره الکولی مشروبات
هغه ولایتونه چې د مرغومی میاشتي په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل د ۱۸ قضیو سره او ننګرهار له ۱۲ قضیو سره د نشه یې توکو او مسکراتو د ډیرو قضیو لرونکې ولایتونو څخه شمیرل کیږي کې چې په دي موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کې ثبت شوي.
هغه ولایتونه چې د مرغومی میاشتي کې هیڅ قضیی نه لري:
خوست،دایکندی،نورستان،پنجشیر،سرپل،سمنګان،پکتیکا،کندز،کنر،کاپیسا،غزنی،بامیان،بدخشان،غور،تخار،زابل،پکتیا او بادغیس هغه ولایتونه دی چې په دی موده کی د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز کی هیڅ جرمی قضیی نه لري.