General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دالکولی مشروباتوناوړه اغیزه دبدن په داخلی سیستم کی

دالکولی مشروباتوناوړه اغیزه دبدن په داخلی سیستم کی

2016-12-07 Alkol.jpg

نه یوازی چی داسلام مقدس دین مسلمانانو ته مخکی له مخکی خبرداری ورکړی ده چی دالکولی مشروباتواومخدره توکونه ځان وساتی ،بلکه طبی علماوو هم خبرداری ورکوی چی له دغو منفوری پدیدی نه استفاده مه کوی .

دطبی علومو متخصصین په دی باور دی چی دالکولی مشروباتو نه استفاده کول نه یوازی چی عقل له منځه وړی بلکه له بلی خواه دانسان دبدن په داخلی سیستم کی هم ناوړه اغیزه کوی .

ډاکټرمحمد صالح "احمدزی" د داخله ناروغیو متخصص دالکولی مشروباتو اضرار په هکله د (آګاهی مجلی) ته داسی وویل:

((دشرابو یاالکولی مشروباتواضرار دانسان د بدن په داخلی سیستم باندی ډیرزیات دی.))

دښاغلی احمدزی په وینا هغه کسان چی دالکولی مشروباتونه استفاده کوی له یوخواه نه داسلام له اوامرو نه سرغړونه کوی اوله بله خواه دوی ته ډیر روغتیایی مشکلات ایجادیږی.

دډاکټرپه آند هغه کسان چی الکولی مشروبات څکی دهغه اشخاص معده،ځګر،پانقراس،زړه اونور داخلی سیستم له ډیروناخوالی سره مخامخ کیږی.

ډاکټرمحمدصالح احمدزی زیاته کړه چی په لمړی سر کی هغه څوک چی الکولی مشروباتونه استفاده کوی دهغه په معده باندی ناوړه اغیزه کوی دمثال په ډول معده يي التهابی کیږی اوپه عین حال کی دمعدی تیزاب زیاتیږی، معده کی زخم پیداکیږی او باالآخره سبب دخون ریزی دمعدی هم کیدی سی.

ښاغلی ډاکټر وویل:(( مونږ ډیرکسان لیدلی چی الکولی مشروباتونه استفاده کړی دی او وروسته په داسی حالت کی روغتون ته راوړل شوی ده چی وینه استفراغ کړی ده اوحتی دیو شمیرکسانومعده کاملاْ سوری شوی ده چی دا یو اضرار په معده باندی ده.))

دی وایی چی دالکولی مشروباتو استفاده علاوه پردی چی معده ته زیان رسوی، پانقراس ته چی یوغده په جهاز هضمی کی قرارلری هم زیان رسوی اوالتهابی کیږی اوشخص په خپل بطن کی ډیرشدید درد احساس کوی اوپه عین وخت کی استفراغ ورته پیداکیږی چی داهم یوه خطرناکه ناروغی ده.

ددی په اند الکولی مشروبات په اثناعشر باندی هم منفی اثر لری چی وړوکولمو باندی ده چی سبب دزخم داثنا عشرکیدلی شی.

ښاغلی احمدزی په ډاګه کړ چی دالکولی مشروباتو استفاده علاوه ددی چی هضمی جهاز باندی منفی اثر کوی دځګردخرابوالی سبب هم کیدلی سی.

د داخله ناروغیو دغه متخصص زیاتوی چی دالکولی مشروباتو استفاده ځګر باندی ډیر ناوړه اغیزه لری دمثال په توګه هغه څوک چی په دوامداره ډول الکولی مشروبات استفاده کوی ددغه شخص ځګر التهابی کیږی او ورو، ورو د دغه شخص ځګر بیخی له کاره ولیږی اوپه ډیرمشکلاتو باندی اخته کیږی.

داحمدزی په وینا الکولی مشروبات نه یوازی په هضمی اوتنفسی سیستم باندی ناوړه اغیزه لری ،بلکه په قلبی سیستم باندی هم منفی اثرلری ،مثلاْ هغه څوک چی دالکولی مشروباتونه استفاده کوی دهغه فشار همیشه لوړ اوسی اوترڅنګ یی دغه شخص ته قلبی ناروغی هم پیداکیږی یعنی دزړه فعالیت کمیږی اوپړسوب ورته هم پیداکیږی چی داهم یوه ډیره خطرناکه ناروغی ده.

الکولی مشروبات نه یوازی داخلی سیستم ته ضرر رسوی ،بلکه اعصابوته هم تاوان پیښوی دمثال په ډول هغه کسان چی الکولی مشروباتونه استفاده کوی دهغوی حافظه خرابیږی دروانی حالت له نظره دوی ته ډپریشن پیداکیږی اوپه خپل کورنیواوټولنه کی مشکلاتو سره مخامخ کیږی.

 

اوباالآخره دډاکټر په خبره دالکولی مشروباتو استفاده کول دانسان عصبی سیستم ته زیان رسوی دسترګو لید کموی ، دالکولی مشروباتو معتاد په ټولنه کی په درنه سترګه نه لیدل کیږی، اوپه عین حال کی کله چی په یوه ټولنه کی دشرابو څکل زیاتیږی ،قتل،غارت،فحشا او نور بد مرغی هم ورسره زیاتیږی نو لازمه ده چی خلک په خپله ددغه منفوری پدیدی څخه ځان وژغوری اوپه عین حال کی دولتی مسوولین ته په کارده چی ددغه منفوری پدیدی سره سخته مبارزه وکړی.