Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د نشه یی توکو زیانونه

د نشه یی توکو زیانونه

2020-11-02 CNJC Photo

 

هرانسان ته جوته ده چه دټولو موجوداتو که ژوندی دی که غیرژوندی دی پیداکونکی الله تعالی دی چه په ژوندیو موجوداتوکی انسانان الله تعالی اشرف المخلوقات پیداکړی دی چه دلوړاوعالی مقام لرونکی دی.

 الله تعالی انسان د یوپرمخ تللی سیستم اوخاص نظام درلودونکی خلق کړی دی چه په دی برخه کی لازمه ده ددماغی اوعصبی سیستم نه یادونه وشی الله تعالی په دی برخه کی انسان ته عقل ورکړی ترڅو دښو اوبدو ترمنځ توپیروکړی له بدونه ډډه وکړی اوښوته مخه کړی همدا ډول الله تعالی ډیرنعمتونه اوهرڅه دانسانانو دسالمی ګټی لپاره خلق کړی ترڅودخپل ژوند دخوندی کولولپاره ګټه وکړی .

هرڅوک کولای شی دالهی نعمتونونه سالمه یا بده استفاده وکړی خوسلیم عقل داحکم کوی چه له خونه ګټه پورته کړو اوله منفی اړخ نه ئی ځان لری وساتو، په تاسف سره باید ووایو چه انسانان ددومره ښیګڼو په درلودلو سره بدو ته مخه کوی اوهغه څه چه ورته په ډاګه تاوان کوی استعمالوئی چه په نتیجه کی دهغوی دبربادی اوتباهی سبب گررځی لکه دنشه یی توکو استعمالول.

زموږ په گران هیواد افغانستان  کی کوم نشه ئی توکی چه په خاص ډول کی ډیر استعمالیږی عبارت دی له ( چرسو، اپینو،هیروئینو، الکولی مشروباتواوبعضی طبی دواگانی سګرتونصوارو اونور) چه هریو ئی په ځانگړی ډول دانسان پر بدن منفی تاثیرات لری دپورته نشه یی توکو په استعمال سره دانسان عصبی سیستم ، جهاز هاضمی سیستم اودوینی ددوران سیستم اونوروته سخت زیان رسیږی دمثال په توګه دچرسو په استعمال سره عصبی سیستم سخت کمزوری کیږی چه دهر لوګی سره ئی په سلنو عصبی ریښی زیانمن کیږی همدا علت وی چه په چرسواخته کسان کم صبره وی اودیرژر دهرچا سره جنګ اوجنجال کوی .

 دچرسو دمعتادینو خوله همیشه وچه وی داځکه چه چرس دخولی غدواتوته صدمه رسوی بیا په صحیح توګه ترشحات نشی کولای اودخولی لعابونه کمیږی اوپه خوله کی مړی نه لمدیږی چه دوچی مړی دتیریدو له امله ستونی اومری هم زیانمن کوی چه په نتیجه کی میده، وړی کلمی، لوی کلمی اوځګر سخت زیانمنوی هریو پخپل وارسره خپله دنده نشی ترسه کولای چی باالآخره دبدن ټولی پرزی کمزوری کیږی اود سختو وژونکو ناروغیو عامل ګرځی چه دغه منفی اثرات دنورو نشه ئی توکو په استعمال سره هم رامنځ ته کیږی چی په نتیجه کی  دنشه ئی توکو استمعالوونکی اعصاب خراب، همیشه کسل، کمزوری، په ناروغیو اخته اوفزیکی طاقت له لاسه ورکوی اودعمردلنډوالی سبب یی ګرځی .

ډیری معتادین په نری رنځ ـ ایدس ـ ځګر ـ معدی اودوینی دکموالی په ناروغیو اخته وی همدارنګه دنیشه ئی توکو استعمالونکوو ماشومان دنیا ته معیوبه اوناسالمه سترګی غړوی .

دنیشه ئی توکو ټولنیز زیانونه:
لکه څنګه چی پورته مو یاد ونه وکړه دنشه ئی توکو استعمالوونکی کمزوری اوناتوانه وی دکار دکولو توان نلری  دکورنی اوټولنی داوږو باروی چی باالآخره دکورنی سره ئی مناسبات خرابیږی اوخپلی کورنی اوټولنی څخه واټن نیسی اوګوښه ژوند اختیاروی .
 دنیشه ئی توکو داستعمال له وجی نه په ټولنه کی دمعیبو اوناسالمه ماشومان زیږیدل اودهغوی په شمیرکی زیاتوالی ټولنی ته لوی زیان اړوی اود همیشه لپاره دکورنی اوټولنی داوږو باروی .

دنشه ئی توکو استعمالوونکی دنشه یی دلاسته راوړلو لپاره لاندی جنایی جرایم ترسره کوی:
-    دپیسو دلاس ته راوړلو لپاره لمړی ،دخپل کورشیانو غلاکول.
-    بیا په بازارکی اوکلی کی واړه غلاګانو کول په تدریجی ډول دبعضی نیشه ئی انډیوالانوسره په لویوغلاګانو  لاس پوری کول .

-    دپیسو دلاس ته راوړلو لپاره د قتلونوکول.
-    دنشه ئی توکو دقاچاقبرانو سره کارکول اوپه پرچون ډول دنشه یی توکوخرڅول اوپه ټولنه کی یی ترویج . 
-    پر تنکیو ځوانانودمعتادینو ناوړه اغیزه اودهغوی بی لاری کیدل اودمعتادینو دشمیرزیاتوالی .
-    دنشی له وجی دترافیکی پیښورامنځ ته کیدل اوداسی نورګڼ شمیر جرمونو کول.

دنشه یی توکو اقتصادی زیانونه:
په ټولنه کی دمعتادینو دزیاتوالی له امله دمملکت په کچه اقتصادی مشکلات هم رامنځ ته کیږی چه په لاندی ډول ورباندی بحث کوو.
-    دمعتادینو زیاتولی په ټولنه کی دبشری قوی دکموالی عامل ګرځی اوپه تولیدی برخو کی دکارګرانو دکم والی سبب ګرځی چی په نتیجه کی دتولید کچه کمه  اوتولید د رکود سره مخامخ کیږی .
-      دنشه یی توکو دخرڅولو اورانیولو له لاری دناپاکو پیسو زیاتوالی په ټولنه کی دانفلاسیون اوفزیکی پیسو بی ارزښته کیدل .
-    دزراعت په برخه کی دبشری قوی دکموالی له امله دحاصلاتو کمیدل .
-    پر مسلح قواوو باندی د بشری قوی کموالی ناوړه اغیزی اوکمزوری .
-    باالآخره دمملکت په کچه اقتصادی بحران رامنځ ته کیدل - په خرڅی ملک بد لیدل - دجګو نرخونو اودفقر اوبدبختی رامنځ ته کیدل داټول هغه څه دی چه اقتصادی زیانونه په ټولنه کی رامنځ ته کوی .

همدارنګه ویلی شو چه دمعتادینو دزیاتوالی له امله په ملی اوبین المللی کچه دنشه یی توکو دقاچاقبرانو لپاره دیو ښه مارکیټ پیداکول اودتروریزم تقویه کول دی.
دقاچاقبرانو داقتصاد تقویه کیدل اودهغوی تنظیم کیدل په یو قوی ملی او بین المللی سازمان چی ټوله نړی دګواښ سره مخامخ کوی.

داچه دنشه یی توکو استعمالول چه په پورته مو ورنه یادونه وکړه د صحت، ټولنی اودملک داقتصاد دبربادی عامل ګرځی او څرنګه چی زمونږ مقدس دین اسلام کی دهرډول نشه یی توکو استعمالول منع کړی دی هرمسلمان باید دالهی احکامومطابق اودپورته زیانونوپه پام کی نیولوسره ددغه ناوړی پدیدی نه ډډه وکړی اوخپل ماشومان اودوطن بچیان تری نه لری وساتی .

لیکونکی  زرغونشاه (ملکزی)