تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

۵۶ تنه قاچاق وړونکي تر ۱۹ کالو بند محکوم شول

2020-09-29 Prisoner.jpg

 

د یوی اوونئ  په ترڅ کې ۵۶ تنه د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۴۲ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له دری کالو نه تر۱۹ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکومینو په مینځ کې د یاد مرکز د ابتدایی محکمی لخوا ۱۱ تنه د ۹ قضیو په اړوند له دریو کالو نه تر ۹ کالو پوری او د اسیناف محکمی لخوا ۴۵ تنه د ۳۳ قضیو په اړوند په بیلابیلو حبسونو محکوم په سزا شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د ۹۹,۹۲۶ ګرامه هیرویین،۳۷,۷۷۵کیلوګرامه مورفین،۱۵۵ کیلوګرامه تریاک،۲۲۷۷,۱۲ کیلوگرامه چرس، ۲۰۰۰۰ کیلوګرام بنګدانه، ۱۴۰ لیتره الکولی مشروبات،۲۹۴,۵ لیتره ایتانول او ۱۶۹,۶۸۷  کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۲۱ تنه د یوی میرمنئ په ګدون د ۲۰ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.
دغه کسان د بیلابیلو نشه یي توکو سره کابل،ننګرهار،زابل،خوست،کندز،تخار،ارزګان،کندهار،هرات او پروان ولایاتو څخه نیول شوي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په تر

بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.
د پورتنیو قضیو په منځ کې یوه کس چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) بلجیم هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.

دا په داسی حال کې ده چې دوه اوونۍ دمخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ابتداییه او استیناف محاکمو لخوا په علنی قضایی جلسوکې ۱۷کسان د ۱۳قضیو په تړاو له دوو کالو نه تر ۳۰ کالو پوری په بند محکوم شوي وو.