تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

د وږی میاشتې راپور

2020-09-23 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو اری راپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د وږی میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۹۹ قضیو په اړوند ۱۳۱ تنه د څلورو میرمنو په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې یولس تنه د دوو میرمنو چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) دوبی هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۹ عرادی موټره،۳ عرادی موټرسایکلونه،۱۱ میله وسلئ او ۱۵۵ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۵۱۱۹۰) نغدی افغانئ او (۱۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د وږی میاشتی په لړ کې د ابتداییه محکمی له لوری۱۳۶ تنه د شپږو دولتی مامورینو او یو میرمنې په ګدون د ۹۸ قضیو په اړوند له دریو میاشتو نه تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي  او  د اسیناف محکمی لخوا۸۴ تنه د یو دولتی کس  په ګدون د ۶۲ قضیو په اړوند تنفیذی فیصلی صادری شوی دي.
په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۶ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د وږی میاشتی په ترڅ  کې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۲۱۶,۳۶۳)کیلوګرامه هیرویین،(۴,۸۶)کیلوګرامه مورفین (۲۰۷,۴۵۹) کیلوګرامه تریاک (۲۲۸۷,۸۲)کیلوګرامه چرس (۵۱۱,۴۱۳)کیلوګرامه مت امفتامین (۵۴۷۴)کیلوګرامه بنګدانه(  ۶۸۸۴,۷) لیتره الکولی مشروبات (۱۹۹۰,۶) ګرامه جامد کیمیاوی مواد،(   ۱۹,۵  ) لیتره تیزاب، (   ۹,۰۲۳ ) کیلوګرامه ناپیژاندی مواد او(۲۴,۲۹۷) ګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (وږی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

ننګرهار ولایت د ۲۴ قضیو په درلودلو او کابل ولایت د ۱۶ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د زمری میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۶۱ قضیو په تړاو۸۲ تنه د یوی ښځې په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.