تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

د غبرګولې میاشتې راپور

2020-06-23 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاریراپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د غبرګولې میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرمونو د۵۳ قضیو په اړوند ۵۶ تنه د یوی میرمنئ په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز رالیږل شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۱۲عرادی موټره ،۳ میله وسلئ او ۴۰ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۴۸۸۹۹۱) نغدی افغانئ او (۶۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د غبرګولې میاشتې په لړ کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارز ی ابتدایی محکمی له لوری د ۴۱ قضیو په اړوند ۶۲ تنه د ۴ دولتی مامورینو په ګدون له یوه کالو شپږمیاشتنو نه  تر ۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي او په یاده موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی لخوا د ۲۷ قضیو په اړوند ۴۰ تنه د ۴ دولتی مامورینو په ګدون په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په پیژندل شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۹ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د غبرګولې میاشتی په ترڅ  کې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۶۴,۶۱۴)کیلوګرامه هیرویین،(۹)کیلوګرامه مورفین (۱۴۲۶,۴۸) کیلوګرامه تریاک (۴۶۹۸,۶)کیلوګرامه چرس (۵۱۱)لیتره الکولی مشروبات،(۱۷,۸۴۷) کیلوګرامه مت امفتامین  (۲۵۳) کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد او(۰,۶) کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (غبرګولې) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

غبرګولې میاشتې په ترڅ کې ننګرهار ولایت د ۲۴ قضیو او کابل ولایت د ۷ قضیو په لرلوسره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د غویی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۲۵ قضیو په تړاو۳۱ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.