Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۸ لمریز کال د څلورمې ربعې راپور

د ۱۳۹۸ لمریز کال د څلورمې ربعې راپور

 

د۱۳۹۸ کال د څلورمې ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۲۶۷ قضیو په تړاو۳۳۱ تنه د دریو میرمنو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۵۴ تنه د دریو میرمنو په ګډون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین او مت امفتامین ښیښه) په خیټي او سفری بکسونو کې هندوستان،سعودی عربستان  هیوادونوته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۸لمریزکال د څلورمې ربعی په لړکې۹۴عرادی موټره ،۱۵عرادی موټرسایکلونه،۳۸۳سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۴۲میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۸۱۷۲۱۶۲) نغدی افغانئ او (۱۹۲۳۱) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۳۱۴ تنه د۲۱ تنه دولتی کارکوونکي، یوی میرمنی او یوه بهرنئ وګړی په ګډون د۲۳۰ قضیو په اړوند له در ۳۰ زرو افغانیو نغدی جریمی سربیره تر تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۵۷ تنه د ۲۴تنه دولتی کارکوونکو او یوه بهرنې وګړی په ګډون د۱۹۰ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله ۲۱ تنه د یوه دولتی کارکونکې په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۱۳۸ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د۱۳۹۸ کال د څلورمی ربعی په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

هیرویین (۶۴۴,۹۵۷)کیلوګرامه
مورفین (۳۳) کیلوګرامه
تریاک  (۳۸۳۱,۷۳) کیلوګرامه
چرس (۴۷۳۰۵,۲۷۳) کیلوګرامه
مت امفتامین(ښیښه) (۲۲۰,۱۶۱) کیلوګرامه
روان اړوونکی ګولی(ک) (۲۹,۰۸۴) کیلوګرامه
تیزاب(۹۵۰۱) لیتره
جامد کیمیاوی مواد (۲۷۱۷۲,۱۹) کیلوګرامه
الکولی مشروبات (۲۴۰۴) لیتره
خشخاش (۱۸۸۴) کیلوګرامه
بنګدانه (۲۱۸۴۶) کیلوګرامه

هغه ولایتونه چې د څلورمی ربعی په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۷۵ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۴۶ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د دریمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۲۳۳ قضیو په تړاو۲۷۹ تنه د۲ تنه زنانه اویوه بهرنئ وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.