General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۴۴ تنه دنشه یې توکودقاچاق په تورتر ۳۰کالو بندیان شول

۱۴۴ تنه دنشه یې توکودقاچاق په تورتر ۳۰کالو بندیان شول

2019-10-24 CNJC Photo

 

د ۱۳۹۸ لمریزکال د تله میاشتې په اوږدوکې ۱۴۴تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۹۵ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی محکمی له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له ۱۳میاشتونه تر۳۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د تورنو په مینځ کې ۱۳تنه دولتی مامورین او ۳تنه میرمني هم شتون لري.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۱ عرادی موټره ،۱۴ میله وسلئ او ۱۲۶ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۶۹۳۱۰) نغدی افغانئ او (۲۰۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د یاد مرکز د استیناف محکمی لخوا پر ۹۴ تنه تورنو د ۶۶ قضیو په اړوند فیصلی صادری کړی دي چې د محکومینو په مینځ کې ۸ تنه دولتی مامورین او ۲ تنه میرمني هم شتون لري.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۷۵ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

همدارنګه په یاد وخت کې د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۴ قضیو په اړوند ۸۰ تنه د یوی ښځئ په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د تله میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند ۶۳٫۹۵۵ کیلوګرامه هیرویین،۹٫۱۲۳کیلوګرامه مورفین ، ۳۳۸٫۹۹ کیلوګرامه تریاک، ۳۶۴٫۳۶۵کیلوګرامه چرس، ۱۱۸۸۰۰کیلوګرامه خشخاش،۶۴٫۷۸۴ کیلوګرامه مت امفتامین ،۴۵۵۰ کیلوګرامه بنګدانه،۲۷لیتره تیزاب،۲۴۰۶ لیتره الکولی مشروبات او ۲٫۴۱۱ کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (تله) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۱۷ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۶ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.
دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د وږی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۹۰ قضیو په تړاو۱۰۲ تنه د دریو میرمنو او یوه ایرانی وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.