General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): په نشه یي توکو۳۷ تنه تورن تر ۱۶ کالو حبس مجازات شول

په نشه یي توکو۳۷ تنه تورن تر ۱۶ کالو حبس مجازات شول

2019-10-01 CJTF Photo

 

۳۷تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۲۹ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له ۱۸میاشتونه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

له تورنو څخه څه باندې ۳۲ کیلوګرامه هیرویین،۵ کیلوګرامه مورفین، څه باندې ۶۷۴کیلوګرامه چرس ، څه باندې ۶کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) او ۶۰۰ لیتره الکولی مشروبات مواد کشف او ترلاسه شوي چې تورنو په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز عدلي او قضایي فیصلي صادری کړی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۱۲ تنه د ۱۱ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د نیول شوي کسانو په منځ کې ۵ تنه د دوه میرمنو په ګډون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین  او چرس) په خیټه اوسفری بکسونوکې هندوستان  ته یې قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي ده.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.