General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۶۸۵ تنه د۲۸۸ قضیو په اړوند له ۷ میاشتو نه تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شول

۶۸۵ تنه د۲۸۸ قضیو په اړوند له ۷ میاشتو نه تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شول

2019-09-26 CNJC Photo

 

په دریو میاشتو کې دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی محکمی له لوری په علنی قضایې جلسو کې ۶۸۵ تنه د۲۸۸ قضیو په اړوند له ۷ میاشتو نه تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي.

همدارنګه په دی موده کې د محکومینو په منځ کې ۱۹ دولتی کارکوونکي او لس تنه  میرمنئ شتون لری، ۱۳تنه نور د ۲ میرمنو،۵ تنه دولتی کارکوونکي او ۶ تنه عادی خلک  د موثق دلایلو نه شتون له کبله د دی محکمی له خوا بیګناه پیژندل شوی دي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د استیناف محکمی د ۲۳۷ تنه د ۱۸۶ قضیو سر بیره د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۲۰۰ قضیو فیصلی صادری کړ ي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۸۳ عرادی موټره،۱۳عرادی موټرسایکلونه،۲۴ میله وسلئ او ۴۷۳ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۶۹۹۴۰۰) نغدی افغانئ او (۷۰۰۲) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

په دی موده کې د ۳۵۶تنه د ۸ تنه زنانه او یوه ایرانی وګړی په ګډون د ۳۰۱ قضیو په اړوند په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۵۵ تنه د ۵تنه میرمنو په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان،سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د دوهمی ربعی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند ۴۱۰٫۰۷۷ کیلوګرامه هیرویین،۱۴۰٫۸کیلوګرامه مورفین ،څه ۲۳۳۸۶ کیلوګرامه تریاک، ۴۴۸۴٫۲۳۳کیلوګرامه چرس،۳۴۳٫۲۵۶ کیلوګرامه ښیښه، ۷۷۹۲۸کیلوګرامه خشخاش،۶۵۴۴ کیلوګرامه بنګدانه، ۲۲۹٫۸۸ لتیره تیزاب،۵۹۳۶۴٫۴۲کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد،۶۴۲۶٫۶۶ لیتره الکولی مشروبات،۵۷۰۰۰لیتره مایع کیمیاوی مواد او ۶٫۵۹۶ کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د دوهمی ربعی په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۱۱۸ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۳۸ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د لومړی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۲۵۸ قضیو په تړاو۳۲۱ تنه د۱۳ تنه زنانه اویوه بهرنئ وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.