محمد الف عرفانی د لوي څارنوالئ په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړ مقام په منظوری نن شنبی د کپ ۲۵ نیټه د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د ځانګړی څارنوالی عمومی رییس په توګه وتاکل شو.
نوموړی د لوي څارنوالئ په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړمقام د ۲۷۸۷ او ۲۷۸۸ شمیرو احکام په رڼا کې یاد پست کې ګمارل شوی.
د افغانستان د لوي څارنوالئ د څیړنی مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال په یوه ځانګړی پروګرام کې چې د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د ځانګړی څارنوالی نوي رییس د پیژندی په موخه جوړ شوی و د یاد څارنوالی د پخوانی رییس څارنمل محمد عارف نوری له خدمتونو څخه مننه وکړه او عرفانی ته یې په نوي دنده کې د زیاتو بریالیتوب هیله وکړه.
تر دی وړاندی محمد الف عرفانی په عدلي او قضایي مرکز کې د فساد پرضد د مبارزی څارنوالی عمومی رییس، د لوي څارنوالئ د اداری فساد پرضد د مبارزی مرستیال،د منابع بشری رییس او د لوی څآرنوالی د احاکمو د تنفیذ د رییس په توګه یي دندې ترسره کړي.