دتیرو۷ورځو په ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۳۱ تنه د۲۰ قضیو په اړوند له ۵کال و نه تر۲۱ کالو حبس محکوم په سزا شول.
یاد کسان دامنیتي او کشفی ارګانونو له خوا د څه باندی ۵۷ کیلوګرامه هیرویین،څه باند۱۳کیلوګرامه مورفین،۲۰ کیلوګرامه تریاک،۱۲۶۸۹ کیلوګرامه چرس،څه باندی ۸ کیلو ګرامه مت امفتامین(ښیښه) او۴۰ لیتره اسیتیک انهایدرایت په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یې دغه مرکز ته استول شوي و.
تورن کسان د یاد مرکز د ځانګړی څارنوالئ څیړنو وروسته د اړوندو محاکمو لخوا محکوم په سزا شوی دي.
په یاد وخت کې کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۲۵ قضیو په اړوند ۳۲ تنه مظنون د۲ تنو ښځو په ګډون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲ تنه هغه کسان شتون لري چې غوشتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي(هیرویین) هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.
دا په داسي حال کې ده چې دوه اوونئ مخکي هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزد ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایي جلسو کې ۲۷ تنه د ۲۱ قضیو په اړوند له ۱۸ میاشتو نه تر۲۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي و.