دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۷ تنه د۲۱ قضیو په اړوند له یوکال او۶میاشتی تر۲۰ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دامنیتی اوکشفی ارګانونو له خوا څه باندی ۷۰کیلوګرامه هیرویین،۱۵۲۷کیلوګرامه تریاک،څه باندی ۲۴۳۸ کیلوګرامه چرس،څه باند۳کیلو ګرامه مت امفتامین(ښیښه) او۱۰ګرامه روان اړوونکی ګولی(ک) دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
تورن کسان د یاد مرکز د ځانګړی څارنوالئ څیړنو وروسته د اړوندو محاکمو لخوا محکوم په سزا شوی دي.
په یاد وخت کی کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۰ قضیو په اړوند ۷ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۹ تنه د ۷ قضیو په اړوند محکوم په سزا شوی وو.