General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): څه باندی اتیا تنه د مسکراتو او نشه یی توکو د جرمونو په تور حبس شوی دی

څه باندی اتیا تنه د مسکراتو او نشه یی توکو د جرمونو په تور حبس شوی دی

2019-02-23 CNJC Photo

 

د۱۳۹۷ لمریزکال سلواغی میاشتی په اوږدوکی د۵۱ قضیو په اړوند ۸۴ تنه ۸ ښځو په ګډون دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور دابتدایی اواستیناف ځانګړی محاکمو له لوری په علنئ قضایی جلسوکې له یوکالو او۶ میاشتی نه تر۱۸کالو محکوم په سزا شول.

دیادونئ وړده چې له یاد  تورن کسانو څخه ۳۶ تنه در۶ ښځو پّ ګډون د۲۲ قضیو په تړاو دابتداییه محکمی له لوری له یوکالو او۶ میاشتی نه تر۱۸کالو محکوم په سزا پیژندل شوي اوهمدارنګه  د استیناف محکمی لخوا۴۸ تنه دیوی ښځئ په ګډون د۲۹ قضیوپه اړوند په بیلابیلو تنفیذی حبس محکوم په سزا شویدي.

یاد کسان دامنیتي اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۶۰کیلوګرامه هیرویین، ۸۰ کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۲۸۶۹ کیلوګرامه تریاک، څه باندی ۱۵۶۹کیلوګرامه چرس، څه باندی ۱۷کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) ،۱۰۷۴ لیتره الکولی مشروبات، ۵۲۶ لیتره مایع  کیمیاوی مواد،۷۸ کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد، څه باندی۱کیلوګرامه راون اړوونکی ګولی(ک)،او۲۲ لیتره تیزاب  په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي وو او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یي دغه مرکز ته استول شوی وو.

تورن کسان د یاد مرکز د ځانګړی څارنوالئ څیړنو وروسته د اړوندو محاکمو لخوا محکوم په سزا شوی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیومحکوم شویوکسانو په مینځ کې ۱۶ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه چې  غوښتل یي نشه یي توکی هندوستان اوعربی اماراتو هیوادونو ته قاچاق کړي چې دامنیتي اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته ونیول شول.  

دمسکراتو اونشه یي توکوپرضد دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دسلواغی میاشتې په لړکې۲۵عرادی موټره،۳عراده موټرسایکل،۳ میله وسلئ او۱۱۳ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړی او همدارنګه (۲۵۵۱۷۹) نغدی افغانی او(۷۵۶۱) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د  ۳۰ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

داپه داسی حال کی ده چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومی میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایي محکمي له لوری۳۳ تنه د۱۷ قضیو په تړاو له یوه کالو او۶ میاشتی نه تر۱۷ کالو حبس محکوم په سزا شوي او همدارنګه د مسکراتو او .نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا  ۶۰  تنه د۴۴ قضیو په اړوند په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوی وو