General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۲۷ تنه دمسکرات اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزلخواه به سزا محکوم شول

۲۷ تنه دمسکرات اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزلخواه به سزا محکوم شول

2019-02-19 Presiner in Gial.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۷ تنه د۱۴ قضیو په اړوند له یوکال او۶میاشتی تر۱۸ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دامنیتی اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۱ کیلوګرامه هیرویین، څه باندی ۶۱کیلوګرامه مورفین، څه باندی ۵۴۷ کیلوګرامه تریاک ، ۴۱۵کیلوګرامه چرس ،۴۱۴ ګرامه مت امفتامین(ښیښه)،څه باندی ۷۸ کیلوګرامه کیمیاوی مواد، او ۱۰۰۰امریکایی ډالر په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

تورن کسان د یاد مرکز د ځانګړی څارنوالئ څیړنو وروسته د اړوندو محاکمو لخوا محکوم په سزا شوی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیومحکوم شویوکسانو په مینځ کې ۳ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه چې  غوښتل یي نشه یي توکی هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتي اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته ونیول شول.  

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۸ تنه د ۱۱ قضیو په اړوند له ۱۳میاشتو تر۱۸ کالو حبس محکوم په سزا شوی وو.