General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۱۸ تنه د۱۱ قضیو په اړوند تر۱۸ کالو حبس محکوم په سزا شول

۱۸ تنه د۱۱ قضیو په اړوند تر۱۸ کالو حبس محکوم په سزا شول

2019-02-12

 

 دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدابتدایي اواستیناف محاکمو له لوری په علني قضایي جلسو کې ۱۸ تنه د۱۱ قضیو په اړوند له ۱۳ میاشتو نه تر۱۸ کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.

د یاد مرکز د تدقیق،بررسی او لاراتوار لوی مدیریت څیړنی یې د مسکراتو او نشه یی توکو تورنو څخه د ۷۲ ساعتو په ترڅ کی بشپړ کړی او د مسکراتو او نشه یي توکو په وړاندې د ځانګړی څارنوالی عمومی ریاست د قانون په رڼا کې تحقیق له تورنو څخه بشپړ کړی او د هغوی په وړاندی په ابتدايیه او استیناف محاکمو کې  اقامه دعوی کړی.

یاد کسان دامنیتي اوکشفی ارګانونو له خوا ۵،۴۹ کیلوګرامه هیرویین،۱۹ کیلوګرامه مورفین،۴۵۳کیلوګرامه تریاک،۴۴۷،۳۰۰کیلوګرامه چرس،۲۲لیتره تیزاب،۹۵۰لیتر الکولی مشروبات ا و ۱۰۵ګرامه مت امفتامین د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی دي.

له بل لوری د مسکراتو او نشه یي توکو په وړاندی د ابتدایي او استیناف محاکمو لخوا ۳۱۰۰۰افغانی،۸۲۵۰ پاکستانی کلداری او۱۰۰۰۰هندی کلدار چې د نشه یې توکو له قاچاق څخه ترلاسه شوی و او دوه موټره چې نشه یې توکی په کې لیږدول کیدل د مصادری حکم کړي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیومحکوم شویوکسانو په مینځ کې ۳ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه چې  غوښتل یي نشه یي توکی هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتي اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته ونیول شول.  

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۲ تنه د ۱۵ قضیو په اړوند له ۵کالو نه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوی وو.