دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۲ تنه د۱۵ قضیو په اړوند له ۵کال تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دامنیتی اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۵۰ کیلوګرامه هیرویین، څه باندی ۴کیلوګرامه تریاک، ۱۶۹۶ کیلوګرامه تریاک ، ۳۰۰کیلوګرامه چرس ،څه باندی ۶ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه)،۵۲۶ لیتره کیمیاوی مواد،څه باندی ۱کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی(K) اودیوی عرادی موټرسیکلیټ چی له نشه یی توکو ډک وو مصادره په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیومحکوم شویوکسانو په مینځ کې ۳ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه چې غوښتل یي نشه یي توکی هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چې دامنیتي اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته ونیول شول.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۷ تنه د ۱۰ قضیو په اړوند له ۴کال تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوی وو.