په تیرو۷ ورځو کې دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علني قضایي جلسو کې ۱۷ تنه د۱۰ قضیو په اړوند له ۴کالونه تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.
یاد کسان دامنیتي اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۵۰ کیلوګرامه هیرویین، څه باندی ۱۷۳ کیلوګرامه تریاک، څه باندی ۳۹۸ کیلوګرامه چرس اوڅه باندی ۱۱کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتي دوسیو سره یې دغه مرکز ته استول شوی وو.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیومحکوم شویوکسانو په مینځ کې ۲ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایي ډګر څخه چې غوښتل یې نشه یي توکی هندوستان هیواد ته قاچاق کړي دامنیتي اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یې یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.
دا په داسي حال کې ده چې دوه اونئ مخکې هم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایي جلسو کې ۱۸ تنه د ۱۳ قضیو په اړوند له ۳کالو او۶ میاشتی نه تر۱۰ کالو حبس محکوم په سزا شوی وو.