General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ځانګړو محاکمو له لوری ۹۳ تنه د نشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق په تور محکوم په سزا شول

د ځانګړو محاکمو له لوری ۹۳ تنه د نشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق په تور محکوم په سزا شول

2019-01-22 CNJC Photo

 

د۱۳۹۷ لمریزکال دمرغومې میاشتی په اوږدوکی د۶۱ قضیو په اړوند ۹۳ تنه دیوی ښځی په ګډون دمسکراتو اونشه یي توکو د قاچاق په تور دابتدایی اواستیناف ځانګړی محاکمو له لوری په علنئ قضایی جلسوکې له یوکالو او۶ میاشتی نه تر۱۷کالو محکوم په سزا شول.

دیادونئ وړده چې له یاد  تورن کسانو څخه ۳۳تنه د۱۷ قضیو په تړاو دابتداییه محکمی له لوری له یوکالو او۶ میاشتی نه تر۱۷کالو محکوم په سزا پیژندل شوي اوهمدارنګه  د استیناف محکمی لخوا۶۰ تنه دیوی ښځئ په ګډون د۴۴ قضیوپه اړوند په بیلابیلو تنفیذی حبس محکوم په سزا شویدي.

یاد کسان دامنیتي اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۳۰۷ کیلوګرامه هیرویین، څه باندی ۶۸کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۲۱۲۱ کیلوګرامه تریاک، څه باندی ۹۸۲ کیلوګرامه چرس، څه باندی ۳ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) ،۳۵۰ لیتره الکولی مشروبات،۷۰۰ لیتره استیک انهایداراید، ۱۷۰۲۸لیتره مایع  کیمیاوی مواد او۱۰ګرامه راون اړوونکی ګولی(K) په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي وو او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یي دغه مرکز ته استول شوی وو.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیومحکوم شویوکسانو په مینځ کې ۱۲ تنه د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه چې  غوښتل یي نشه یي توکی هندوستان اوعربی اماراتو هیوادونو ته قاچاق کړي چې دامنیتي اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته ونیول شول.  

دمسکراتو اونشه یي توکوپرضد دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدځانګړی څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د ۱۳۹۷لمریزکال دمرغومی میاشتې په لړکې۲۳عرادی موټره،۱عراده موټرسایکل،۲ میله وسلئ او۱۰۶ سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه چې د مسکراتو او نشه یې توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړی او همدارنګه (۴۲۱۷۷۷۳) نغدی افغانی او(۳۵۵۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بل لوری په یاد موده کې د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د تیری میاشتي پاتی شویو قضیو ترڅنګ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی نه وروسته د  ۴۶ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

داپه داسی حال کی ده چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندئ میاشتې په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایي محکمي له لوری۲۶ تنه د۲۱ قضیو په تړاو له یوه کالو او۶ میاشتی نه تر۲۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي او همدارنګه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا  ۴۳  تنه د۳۴ قضیو په اړوند په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوی .وو