دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۸ تنه د۱۳ قضیو په اړوند له ۳کال او۶ میاشتی تر۱۰ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دامنیتی اوکشفی ارګانونو له خوا دڅه باندی ۸ کیلوګرامه هیرویین، څه باندی ۶ کیلوګرامه مورفین ،۱۳۰ کیلوګرامه تریاک، څه باندی ۶۷۷ کیلوګرامه چرس اوڅه باندی ۵۱۵ ګرامه مت امفتامین(ښیښه) او۱۰ګرامه روان اړوونکی ګولی(K) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
دا په داسی حال کی ده چی په تیرو دوه اونی مخکی هم دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۱ تنه د ۱۵ قضیو په اړوند له ۳کال او۶ میاشتی تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوی وو.