General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): په تیرو دری میاشتوکی ۲۷۵ تنه دمسکراتو اونشه یی توکو په تورنیول سوی دی

په تیرو دری میاشتوکی ۲۷۵ تنه دمسکراتو اونشه یی توکو په تورنیول سوی دی

2018-12-25 CNJC Photo

 

خالد موحد دمسکراتواونشه یی توکوپرضد دمبارزي عدلي اوقضایي مرکز ویاند اودمطبوعاتو اوعامه اړیکو رییس د سه شنبه په ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومی میاشت په ۴ مه نیټه دحکومت داطلاعاتو اورسنیو په مرکز کې  د یوه خبری ناستې په ترڅ کې وویل چی د۱۳۹۷ کال د (تلی،لړم اولیندی ) میاشتو په اوږدوکې ټولټال د ۲۰۳ قضیو په تړاو۲۷۵ تنه د ۱۳ ښځو په ګډون په مسکراتو اونشه یی توکو تورن له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوی او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړونو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی دی.

ښاغلی موحد زیاته کړه چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۸۲ تنه چی غوښتل یي د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې هندوستان،سعودی عربستان،متحده عربی امارات اودبئ هیوادونوته قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

دموحد په خبره ، دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدځانګړی  څارنوالی  په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۷لمریزکال د(تلی،لړم اولیندی) میاشتو په لړکې۴۷عرادی موټره ،۵ عرادی موټرسایکلونه ، ۲۸۳سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۲۱میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۱۱۴۳۹۳۶)نغدی افغانئ او(۱۱۳۵۲)نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

هغه وویل چی  د ۱۳۹۷ لمریز کال د دریمی ربعی په اوږدوکې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۶۴ تنه د۱۵ تنه دولتی کارکوونکی،۹تنه زنانه اویوه بهرنئ وګړی په ګډون د۱۷۶ قضیو په اړوند  له یوه کال او۶ میاشتی نه تر۲۰کالو حبس محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۱۵۴ تنه د۴ښځواو۷تنه دولتی کارکوونکو په ګډون د۱۱۲ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي . 

دهغه په وینا په یاد موده کې دځانګړی ابتدایی محکمی له لوری ۲ تنه د یوه دولتی کارکوونکی په ګډون بیګناه پیژندل سوي.

همدارنګه  دځانګړی استیناف محکمی له لوری په یاد موده کې  لس تنه د یوی ښځئ په ګډون بیګناه پیژندل شوی دي. 

ښاغلی موحد همدارنګه زیاته کړه چی  د افغانستان د ستری محکمی د عامه امنیت دیوان لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلئ وروسته د۶۶ قضیو فیصلی بشپیړی کړي.

دمسکراتو اونشه یی توکو دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدمطبوعاتو اوعامه اړیکو رییس وویل چی د۱۳۹۷ کال د دریمی ربعی  په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات او نشه یې توکی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

(۴۳۴،۲۱۴) کیلوګرامه هیروئین

(۱۳۱۸،۰۵) کیلوګرامه مورفین

 (۸۶۷،۵۶)کیلوګرامه تریاک

(۹۹۰۳۳،۵۱۶) کیلوګرامه چرس

(۳۶،۰۹۶) کیلوګرامه ښیښه

(۹۵۰) لیتره ۵ فیصده بیر

 (۱۲۹۴۳) قرصه روان اړوونکی ګولی(k)

( ۱۷۳۰) لیتره تیزاب

(۱۵۰۰۰) کیلوګرامه بنګدانه 

(۱۱۹۱۰) لیتره اسیتون

(۶۸۱۸۵) لیتره تولوین

دموحد په خبره کابل ولایت د ۹۳ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۲۵ قضیو په درلودلو سره د نشه یی توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې دنموړی په وینا  د۱۳۹۷ کال د دوهمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۱۵۹ قضیو په تړاو۲۱۷ تنه د۱۴ښځو او ۱ ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز ته را لیږل شوی و.

د یادونې  وړ ده چې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې  د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۸۴کال کې تاسیس او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ۱۶ او۱۷ مادې له مخې د هغو قضیو چې مقدار یي لږ تر لږه یوه کیلو ګرامه هیرویین،یوه کیلوګرامه مورفین،لس ګرامه سنتیتیک مسکرات،۵ لیتره استیک انهایدرایت تیزاب،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کوونکې،۲۰۰لیتره الکولی مشروبات،۱۰کیلوګرامه تریاک او۵۰ کیلو ګرامه چرس وي د څېړنو صلاحیت یي لري.