General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۲۶ تنه محکوم په سزا شول

د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۲۶ تنه محکوم په سزا شول

2018-12-18 CNJC Photo

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کې ۲۶ تنه د۲۱ قضیو په اړوند له دریو کالو تر۱۷کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۵۰۶ کیلوګرامه هیرویین، ۱۲۰۰ کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۱۳۴ کیلوګرامه تریاک، ۷۸۴ کیلوګرامه چرس، ۱۵۳ګرامه مت امفتامین(ښیښه)، ۱۲۲لیتر کیمیاوی مواد او۳۳۳۰لیتره الکولی مشروباتو په تړاو دهیواد دبیلابیلو سیمو څخه نیول شوی او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره دغه مرکز ته استول شوی وو.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادې په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کی  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۹ قضیو په اړوند ۲۱ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۶ تنه هغه کسان دی چی  غوښتل یي د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه هیرویین هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول سوی دي.

تورن کسان د کابل ،ننګرهار،کندهار،نیمروز،بلخ،غور ،هرات،فاریاب، اوپکتیا ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۱۲۷کیلوګرامه هیرویین ، څه باندی ۶۵ کیلوګرامه تریاک ،څه باندی ۱۴۶۹کیلوګرامه چرس،څه باندی څه باندی ۱۲ کیلوګرامه ښیښه، ۳۰۰۰ کیلوګرامه بنګدانه،۱۹۸۵ قرصه روان اړوونکی ګولی(k) ،۲۰۵لیتره مایع کیمیاوی مواد ، ۵۳۱۰۰ افغانی  ،۱۴۰۰ امریکایی ډالره،۳۵۰۰۰ هندی کلداری،۱۲۵۲۰پاکستانی کلداری ،۱۶۰۰۰۰۰ایرانی تومان ،۲۳ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه،۶میله مختلفی ، ۴عرادی موټره کشف او ضبط شوي دي .