General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د نشه یي توکو د قاچاق په تور اتلس تنه محکوم په سزا شول

د نشه یي توکو د قاچاق په تور اتلس تنه محکوم په سزا شول

2018-12-11 Presiner 5.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کې ۱۸ تنه د۱۵ قضیو په اړوند له ۳ کالو تر۱۵کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۲۵ کیلوګرامه هیرویین،څه باندی ۱۵ کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۴۶ کیلوګرامه تریاک،څه باندی ۵۲۱ کیلوګرامه چرس،څه باندی ۹ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه)، ۸۷کیلوګرامه کیمیاوی مواد،۱۲۴لیتره الکولی مشروبات، او څه باندی ۲کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی(k) په تړاو دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه نیول شوي او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او۱۷مادې په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کې  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۳۳ قضیو په اړوند ۴۲ تنه مظنون د ۳ ښځو په ګډون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیلو ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۵ تنه هغه کسان دی چې  غوښتل یي د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه هیرویین اوچرس هندوستان ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

تورن کسان د کابل ،ننګرهار،کندهار،نیمروز،کنړ،هرات،فاریاب،ارزګان،لغمان،کندز،تخار،بادغیس اوپکتیا ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۵۵کیلوګرامه هیرویین ، څه باندی ۵۶ کیلوګرامه تریاک ،څه باندی ۱۰۰۰ کیلوګرامه چرس،څه باندی څه باندی ۱۴ کیلوګرامه ښیښه، ۲۷۵۰۰ کیلوګرامه بنګدانه،څه باندی ۷۰۳ لیتره الکولی مشروبات،۳۰ قرصه روان اړوونکی ګولی(k) ،۸۰۰۹۵ کیلوګرامه مایع کیمیاوی مواد،۱۷۳۰ لیتره تیزاب ، ۴۹۸۸۰ افغانی  ،۳۲۳۵۰ امریکایی ډالره،۴۵۰۰ هندی کلداری،۷۰۹۴۲۰ پاکستانی کلداری،۵۰ یورو،۲۵۰۰۰۰ایرانی تومان ،۳۳ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه،۶میله مختلفی ، ۱۱عرادی موټره کشف او ضبط شوي دي .