General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدمحاکمو له لخوا ۱۵ تنه په سزا محکوم شول

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدمحاکمو له لخوا ۱۵ تنه په سزا محکوم شول

2018-12-04

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لورو په علنئ قضایي جلسو کې ۱۵ تنه د۱۱ قضیو په اړوند له یوکالو او۶ میاشتی نه تر۱۷کالو حبس محکوم په سزا شوی دي.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیسو لخوا دڅه باندی ۳۰۳ کیلوګرامه هیرویین،۵۱ کیلوګرامه تریاک،۴۴۹ کیلوګرامه چرس او څه باندی یوه کیلو ګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیموڅخه نیول شوی او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یاد مرکز ته استول شوی وو.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مې مادو په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کې  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیسو اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۱۶قضیو په اړوند ۱۷ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږل شوی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۵ تنه هغه کسان دي چې  هود یي درلودل د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یي توکیو(هیرویین او ښیښه) هندوستان اوسعودی عربستان هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

تورن کسان د کابل ،ننګرهار،بغلان،زابل،کاپیسا،غزنی اوپکتیا ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۱کیلوګرامه هیرویین،۱۷۵۰ کیلوګرامه مورفین ، ۷۵کیلوګرامه تریاک ،۳۶۵۴ کیلوګرامه چرس،څه باندی ۱۴ کیلوګرامه ښیښه،۴۶۰ قرصه روان اړوونکی ګولی(k)  ، ۷۶۳۰۰ افغانی  ،۱۴۰۰ امریکایی ډالره،۴۰۰۰ هندی کلداری،۲۸۷۰ پاکستانی کلداری،۷۰۰ سعودی ریال ،۱۶ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه،۶میله مختلفی وسلئ ،۱ عدده دوربین، ۴عرادی موټره کشف او ضبط شوي اوهمدارنګه دنشه یي توکو یوه کارخونی ویجاړ شوی ده.