General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د نشه یي توکو د قاچاق په تور لس تنه په سزا محکوم شول

د نشه یي توکو د قاچاق په تور لس تنه په سزا محکوم شول

2018-11-27 Presiner in Gial.jpg

 

کابل-افغانستان: دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدابتدایي اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایي جلسو کې ۱۰ تنه د۸ قضیو په اړوند له ۵ کلونو تر۲۰ کلونو پورې په حبس محکوم په سزا شول.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۳۳ کیلوګرامه هیرویین،۴۰کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۸۸کیلوګرامه تریاک،۲۳۳ کیلوګرامه چرس او څه باندی ۱کیلو ګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیلو سیمو څخه نیول شوی او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یی یاد مرکز ته استول شوی وو.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کې  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۵ قضیو په اړوند ۳ تنه دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږل شوي وو.

پولیس تورن کسان یي د کابل اوخوست ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیولې وو.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۰،۳۲۸کیلوګرامه هیرویین ، ۱۳۰۰۰ کیلوګرامه چرس، ۱۶ قرصه روان اړوونکی ګولی ،۲۷۰ لیتره الکولی مشروبات ،۱۱۰۰۰پاکستانی کلداری ،۴ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه کشف او ضبط شوي دي.