دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۰ تنه د۸ قضیو په اړوند له ۵ کالو تر۲۰ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۳۳ کیلوګرامه هیرویین،۴۰کیلوګرامه مورفین،څه باندی ۸۸کیلوګرامه تریاک،۲۳۳ کیلوګرامه چرس او څه باندی ۱کیلو ګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
په یاد وخت کی دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۵ قضیو په اړوند ۳ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
تورن کسان د کابل اوخوست ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.
له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۰،۳۲۸کیلوګرامه هیرویین ، ۱۳۰۰۰ کیلوګرامه چرس، ۱۶ قرصه روان اړوونکی ګولی ،۲۷۰ لیتره الکولی مشروبات ،۱۱۰۰۰پاکستانی کلداری ،۴ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه کشف او ضبط شوي دی.