General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دنشه یی توکو په تور۲۴ تنه تر دیرش کالو حبس محکوم په سزا شول

دنشه یی توکو په تور۲۴ تنه تر دیرش کالو حبس محکوم په سزا شول

2018-11-21 Prisoner.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۴ تنه د۱۶ قضیو په اړوند له یوکال اویوی میاشتی  تر دیرش کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۵۱ کیلوګرامه هیرویین،۷۵۰۲کیلوګرامه مورفین،۶۵۹کیلوګرامه تریاک،۲۵۱ کیلوګرامه چرس او ۱۴۰ ګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کی  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۲۵قضیو په اړوند ۴۱ تنه مظنون د۳ ښځوپه ګډون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۴ تنه هغه کسان دی چی  د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ  یی درلودل چې هیرویین له دی لاری څخه هندوستان،عربستان سعودی اوامارات متحده عربی هیوادونو ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.

تورن کسان د کابل ،زابل،پکتیا،ننګرهار،اوهرات ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۲۹کیلوګرامه هیرویین ، څه باندی ۳۲کیلوګرامه تریاک ،۹۰۹۷ کیلوګرامه چرس، څه باندی ۲۱کیلوګرامه دروان اړوونکی ګولی مواد ، ۵۰۰۱۵ افغانی  ،۱۰۰۰ امریکایی ډالره ،۸۸۸۷۰پاکستانی کلداری،۱۶۵۰۰ هندی کلداری،۴۰۰ سعودی ریال،۴۰ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۳عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی اودمخدره توکو۲ کارخونی ویجاړسوی دی.