دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۵ تنه د۱۳ قضیو په اړوند له یوکال اویوی میاشتی تر۵ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۱۴۵ کیلوګرامه هیرویین،۹۰ کیلوګرامه تریاک،۵۲۸ کیلوګرامه چرس ، ۳۶۰ ګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
په یاد وخت کی دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۵قضیو په اړوند ۲۵ تنه مظنون د۵ ښځوپه ګډون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۳ تنه هغه کسان دی چی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ یی درلودل چې هیرویین له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.
تورن کسان د کابل ،بلخ، لغمان، پروان، بدخشان،جوزجان اونیمروزولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.
له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۷۶کیلوګرامه هیرویین ، ۴۹کیلوګرامه تریاک ،۷۲ کیلوګرامه چرس، ۱۰۰کیلږګرامه دچرس پاتی شونی، ۹۵۰ لیتره الکولی مشروبات ، ۲۴۰۰۰ افغانی ،۹۰۰ امریکایی ډالره ،۱۹ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۷عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.