دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۸ تنه دیوی ښځی په ګډون د۱۵ قضیو په اړوند له یوکال او۶ میاشتی تر۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۵۱ کیلوګرامه هیرویین،۲۱ کیلوګرامه مورفین ،څه باندی ۵۰۳ کیلوګرامه تریاک ، ۱۳۰ ګرامه مت امفتامین(ښیښه)،۱۲کیلوګرامه کیمیاوی مواد او۱۸۸ لیتره استیک انهایداراید په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
په یاد وخت کی دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۸ قضیو په اړوند ۲۱ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۴ تنه هغه کسان دی چی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ یی درلودل چې هیرویین له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.
تورن کسان د کابل ،ننګرهار،بلخ،بغلان،هرات اولغمان ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.
له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۴۳کیلوګرامه هیرویین ،څه باندی ۳۳کیلوګرامه تریاک ،۲۷۱ کیلوګرامه چرس،۳۲۴ قرصه روان اړوونکی ګولی (ک) ،څه باندی ۱۱ لیتره الکولی مشروبات ، ۵۱۲۷۸ افغانی ،۴۵۰ امریکایی ډالره ،۱۶۰۰۰ هندی کلدار ،۱۸ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۸عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.