General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دنشه یي توکو دقاچاق په تور۱۵ تنه محکوم په سزا شول

دنشه یي توکو دقاچاق په تور۱۵ تنه محکوم په سزا شول

2018-10-09 Presiner 5.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدابتدایي اواستیناف محاکمو له لوری په علني قضایي جلسو کې ۱۵ تنه د یوی ښځئ په ګډون د۹ قضیو په اړوند له ۵ کاله تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شول.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۱۸ کیلوګرامه هیرویین ،۱۴۷ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۲۳۶ کیلوګرامه چرس ، ۴۳۹ ګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمو څخه نیول شوي او دعدلي اوقضایي څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیو سره یي دغه مرکز ته استول شوی وو.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کې  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د۱۹ قضیو په اړوند ۳۰ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوي او تورن کسان یي له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۰ تنه هغه کسان دی چې  د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری چې هوډ  یي درلودل نشه یي (هیرویین اوچرس) له دی لاری څخه هندوستان اوترکیی هیوادونو ته قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه د پیژندلو وروسته نیول شوی وو.

تورن کسان د کابل ،بلخ، هرات ،هلمند،ارزګان،ننګرهار،تخار،سرپل اونیمروز ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول وو.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۴۶ کیلوګرامه هیرویین،څه باندی ۴۷۶ کیلوګرامه تریاک ،څه باندی ۴ کیلوګرامه چرس،۱۲۱۴ قرصه روان اړوونکی ګولی (ک) ،څه باندی ۱۱۸ کیلوګرامه کیمیاوی مواد ، ۲۶۰۶۰ افغانی  ،۱۶۰۰ امریکایی ډالره ،۳۲ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه،۱ میله وسلی او۵عرادی موټره کشف او ضبط شوي دي.