دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۹ تنه د۱ ښځی په ګډون د۱۲ قضیو په اړوند له یوه کاله اویوی میاشتی تر۱۶ کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۲۱۴ کیلوګرامه هیرویین ،څه باندی ۸ کیلوګرامه تریاک ، څه باندی ۱۰۲۶ کیلوګرامه چرس ، څه باندی ۶۶۳ ګرامه مت امفتامین(ښیښه) څه باندی ۲ کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی (ک)،۱۳۹۰ لیتره تخمرشوی ممیزاوایتانول اوهمدارنګه ۳۳۳۰ لیتره الکولی مشروبات په تړاو دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
په یاد وخت کی دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۱۲ قضیو په اړوند ۱۵ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۸ تنه هغه کسان دی چی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ یی درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.
تورن کسان د کابل ،کندهار،بلخ، هرات ،بامیان اوفاریاب ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.
له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۱۸ کیلوګرامه هیرویین،څه باندی یوه کیلوګرامه ښیښه ، ۳۵۰۰۰ افغانی ،۸۵۸۰ امریکایی ډالره ،۱۵ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۱عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.