General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دالکولی مشروباتو اونشه یی توکو دقاچاق په تور۱۵ تنه محکوم په سزا شول

دالکولی مشروباتو اونشه یی توکو دقاچاق په تور۱۵ تنه محکوم په سزا شول

2018-09-04 Prisoner.jpg

 

دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۱۵ تنه د۱۰ قضیو په اړوند له دری کال تر ۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.

یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۷۷۱کیلوګرامه هیرویین،۹ کیلوګرامه مورفین، ۴۸۱ کیلوګرامه تریاک ، ۱۱۱۵ کیلوګرامه چرس، ۱۸۸ لیتره اوبړن کیمیاوی مواد او۳۲۰ ګرامه ښیښه  دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو  پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.

په یاد وخت کی  دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۹ قضیو په اړوند ۱۰ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.

تورن کسان د کابل، ،ننګرهار،هرات بغلان،کندهاراومیدان وردک ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.

له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال ۳کیلوګرامه هیرویین، ۲۵ کیلوګرامه تریاک،څه باندی ۲۳۳ کیلوګرامه چرس ، څه باندی ۱کیلو ګرامه ښیښه، ۹ لیتره الکولی مشروبات،۳۹۷ ګرامه روان اړوونکی ګولی،څه باندی ۶ کیلوګرامه ناڅرګنده توکی ،۱۱ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۳عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.