دتیرو۷ ورځوپه ترڅ کی دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی اواستیناف محاکمو له لوری په علنی قضایی جلسو کی ۲۸ تنه د۲۰ قضیو په اړوند له یوی کال تر ۱۶کالو حبس محکوم په سزا شوی دی.
یاد کسان دمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی پولیس له خوا دڅه باندی ۴۹ کیلوګرامه هیرویین،څه باندی ۱۷کیلوګرامه مورفین ، ۱۴ کیلوګرامه تریاک ، ۱۸۱۵کیلوګرامه چرس،۱۶۱۴۰ لیتره استیک انهایدراید،۱۲۲۴ لیتره الکولی مشروبات،څه باندی ۲ کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی، ۵۴۵ ګرامه مت امفتامین او۶۰۰ لیتره هایدروکلوریک اسید دهیواد دبیلابیل سیمی څخه نیول شوی و او دعدلی اوقضایی څیړنو په موخه له شته نسبتی دوسیی سره دغه مرکز ته استول شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه سنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړونو صلاحیت یي لري.
په یاد وخت کی دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی پولیس اونور کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د مسکراتو او نشه یی توکو د قاچاق د۹ قضیو په اړوند ۱۱ تنه مظنون دنشه یي توکو د قاچاق په تور له بیلا بیل ولایاتوڅخه نیول شوی او تورن کسان یې له اړوندو دوسیو سره دعدلی اوقضایی څیړونو په موخه دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته رالیږلی دي.
د ویلو وړ ده چې د پورتنیو قضیو په منځ کې ۳ تنه هغه کسان دی چی د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر پوری تړاو لری اوهوډ یی درلودل چې نشه یې توکې له دی لاری څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي چی دپولیسو اودمسکراتو اونشه یی توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزموظف څارنوال لخواه پیژتدل شوی اونیول سوی دی.
تورن کسان د کابل، ،ننګرهار،بلخ،هرات اوبغلان ولایتونو څخه له نشه یي توکو سره نیول شوی دي.
له نیول شویو کسانوڅخه ټولټال څه باندی ۶کیلوګرامه هیرویین، ۲۳کیلوګرامه تریاک، ، ۱۹۵ کیلوګرامه چرس،۱۴۰۰۰ کیلوګرامه خشخاش، ۱۱۵ ګرامه ښیښه،څه باندی ۷۰۴ لیتره الکولی مشروبات،۴۷ قرصه روان اړوونکی ګولی(K ) ،۱۶۰۰ امریکایی ډالره ،۵۰۰۰هندی کلداری ،۸ سیټه ګرځنډه ټیلفونونه او۴عرادی موټره کشف او ضبط شوي دی.