General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزنه د بریتانیاهیواد د سفیر مرستیال لیدنه

دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزنه د بریتانیاهیواد د سفیر مرستیال لیدنه

2018-07-24 CNJC Photo

 

 کابل کې دبریتانیا هیواد د سفیر مرستیال، جایلزلیوردمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکز د یاد مرکز له چارواکو سره د لیدنی ترڅنګ دعکس له نندارتون اوتوقیف خونی څخه هم لیدنه وکړه . 

دبریتانیا هیواد د سفیر مرستیال په هغه غونډه کي چې دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکز له مسوولینو سره ییِ درلود وویل،” دبریتانیا هیواد ژمن ده چي خپل مالی اوتخنیکی مرستو ته له دی مرکز سره جاری وساتی “.

هغه زیاته کړه چي دبریتانیا هیواد  هود لری ترڅو دځپل پر مالی اوتخنیکی مرستو په ۲۰۲۰کال کې بیاکتنه وکړی .

دجایلزلیور په خبره دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکز لاسته راوړنی ټولو ته روښانه ده نو له همدی امله دافغانستان دولت ددغه مرکز دښو لاسته راوړنو ته په کتو د اداری فساد سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز یی جوړ کړ.

دنوموړی په وینا ټول مجرمین باید دقانون په رڼا کې ترعدلي اوقضایي څیړنی لاندی راشي اوهمدارنګه هغه زیاته کړه چې کابل کې بریتانیا هیواد سفیر نږدی راتلونکی کې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت له لوی څارنوال سره په بهر کې دمخدره توکو دمجرمینوپر نیولو بحث اوخبری به وکړي. 

ددغه ناستی په ترڅ کې قضاوتمل عبدالقیوم حلیم دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزه داستیناف محکمی رییس کابل کې د بریتانیا هیواد د سفیر مرستیال ته ښه راغلاست وویل او ددغه هیواد دمالی اوتخنیکی مرستو دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکز ته په مننی سره زیاته کړه چې یاد مرکز ته باید دوامداره مرستی وکړی.

داستیناف محکمی رییس همدارنګه وړاندیز وکړل چې دمخدره توکو دکښت اوقاچاق دجرمونو دتحلیل او ارزونی په موخه یو تحقیقاتی مرکزجوړ شی چې ترڅنګ یي دمجرمینو د دوسیو د  څیړونو اوهمدار راز دمخدره توکو سره استراتیژی ترتیب کړی.

همدارنګه څارنمل محمد عارف نوری دمسکراتو اونشه یي توکوسره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزدځانګړی څارنوالی لوی رییس ددغه مرکز دلاسته راوړنو په هکله خبری وکړی او وویل چې دغه لاسته راوړنی ته په کتو ویلی شو چې یاد لاسته راوړنی ددغه مرکز داړوندو ادارو دهمغږی اوکوښښونواود بریتانیا هیواد دملی جرمونو اداری د سلا کارانو نتیجه ده.

دځانګړی څارنوالی لوی رییس دمسکراتو اومخدره توکو تورن کسان دولایاتو څخه په وخت اوزمان سره مرکزته  نه رسیدل یو ځنډ وبلل.

ښاغلی نوری ددغی ناستی په پای کې سربیره په دی چې دبریتانیا هیواد دمالی اوتخنیکی مرستو نه مننه وکړه او وی غوښتل چې ددغه مرکز دمسلکی کارکوونکو دظرفیت دلوړولو په موخه بریتانیا هیواد باید خپل مرستو ته دوام ورکړی.

د یادونی وړ ده چې په دغه ناسته کې قضاوتیار منیره بهارکی دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزدابتدایی محکمی رییسه، امان الله نظری ددغه مرکز اداری رییس ، سمونوال عبدالباقی حسین دتوقیف خونی مدیر اوخالد موحد دمطبوعاتو اوعامه اړیکو رییس هم شتون درلودل.