General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): دجمهوررییس حقوقی سلاکاردمسکراتو اونشه یی توکوپرضددمبارزی عدلی اوقضایی مرکزڅخه لیدنه وکړه

دجمهوررییس حقوقی سلاکاردمسکراتو اونشه یی توکوپرضددمبارزی عدلی اوقضایی مرکزڅخه لیدنه وکړه

2015-10-12 President Adviser Visited CJTF - 2016

عبدالعلی محمدی دجمهوررییس حقوقی سلاکار د روان کال د وږی په ۳ نیټه دمسکراتو اونشه یی توکو دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزڅخه لیدن وکړه.

ښاغلی محمدی په دغه لیدنه کی دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز له مسوولینو سره هم خبری وکړل.

دجمهور رییس حقوقی سلاکار، لمړی له څارنپوه یارمحمد حسین خیل دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی ځانګړی څارنوالی لوی رییس سره په داسی حال کی لیدن اوخبری وکړ چی څارنیال شفیع الله داوودی دابتداییه څارنوالی رییس،څارنمل جمعه ګل فاروقی دتحقیق رییس،محمد هاشم ستانکزی دمسکراتو اونشه یی توکو دقضایاوو دنظارت اوپلټنی رییس اوسمونوال عبدالجمیل غفاری دپولیسو دتدقیق اوپلټنی لوی مدیرهم حضور درلود.

ښاغلی حسین خیل په دغه لیدنه کی دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی ځانګړی څارنوالی په اړوند معلومات ورکړل اوزیاته کړ چی دروان کال په لمړیو ۴ ماشت کی دمسکراتو اونشه یی توکو دمتهمینو سلګونه قضیی دقانونی څارنی ترتعقیب لاندی نیول شوی دی اومحاکمو ته محول سوی دی.

وروسته ښاغلی عبدالعلی محمدی دجمهوررییس حقوقی سلاکار دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز کارونه دبیلګی به توګه یاد کړ او زیاته کړه چی دغه اداره دنورو ادارو دپاره سرمشق ده.

هغه زیاته کړه چی دفساد شتون دعدلی اوقضایی ادارو کی حکومت لپاره د زغم وړ نه دی او، وویل (( دملی وحدت نوی حکومت قانون ته تسلیم دی او په دغه حکومت کی دقوانینونه تخطی او تختی دمنلو وړ نه دی.))

حقوقی سلاکار همدا رنګه دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد دمبارزی داستیناف دمحکمی له رییس آغلی قضاوتپوه مهروحمید او د ابتداییه محکمی له رییس ښاغلی محمد زمان سنګری سره لیدن اوخبری وکړ.

په دغه خبرو کی ،دمسکراتو اونشه یی توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز دمحاکمو رییسانو ددغی ادارو دکاری صلاحیتونوپه اړوند معلومات وړاندی کړ او وویل چی دمسکراتو اونشه یی توکو متهمین دخپل جرم په کچه محکوم په جزا کیږی.

په دغه ناسته کی دمسکراتو اونشه یی توکوپرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکزځینی قاضیانو دجمهور رییس حقوقی سلاکار نه غوښتنه وکړه چی دمسکراتو اومخدره توکودقاچاقبرانودجزا قانون تعدیل سی چی ښاغلی محمدی لخواه ومنل شو.

ښاغلی محمدی دپولیسو،څارنوالیو اومحاکمو ترمنځ همکاری لازمی بولی او لارښونه وکړ چی ددغو ادارو مسوولین باید دقانون په تطبیق اوعدالت کی له هیڅ راز جدیت نه دریغ ونکړی.

دجمهوررییس حقوقی سلاکارهمدا راز زیاته کړه چی دملی وحدت نوی حکومت قاطع هوډ لری چی قانون په هیواد کی په ټولو اتباعو یوسان تطبیق کړی .

 

دغه راز ښاغلی محمدی دمسکراتواونشه یی توکو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز کارونه وستایله او زیاته کړه چی د دغه اداری کاری کړنی د ننی نړی په معیار سره برابره ده ځکه په دغه اداره کی همغږی، همکاری اونظم وجود لری او په عین حال کی پوه اومسلکی کسان په کار ګمارل شوی دی .