General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۳۵ تنه دنشه یی توکو اومسکراتو دقاچاق په تور په بند محکوم شول

۳۵ تنه دنشه یی توکو اومسکراتو دقاچاق په تور په بند محکوم شول

2021-06-29 CNJC Photo

 

د یوی اوونئ  په ترڅ کې ۳۵ تنه د۲ ښځو په ګډون د مسکراتو اونشه یې توکو د قاچاق په تورن د ۲۴ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له  ۲ کالو  او۶ میاشتی نه تر۲۲ کالو او۹ میاشتی او۲۲ ورځی پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکومینو په مینځ کې د یاد مرکز د ابتدایی محکمی لخوا ۸ تنه دیوی ښځی په ګډون د ۸ قضیو په اړوند له  ۲ کالو او ۶ میاشتی نه تر۲۲کالو او ۹میاشتی او۲۲ ورځی  پوری او د اسیناف محکمی لخوا ۲۷ تنه دیوی ښځی په ګډون د ۱۶ قضیو په اړوند په بیلابیلو حبسونو محکوم په سزا شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د(۸۷‚۲۲) ګرامه هیرویین،(۱۱) کیلوګرامه مورفین ،(۲۷۵)  کیلوګرامه تریاک ،(۲۹۰) کیلوګرامه چرس،(۳۴۹۰۰)  کیلوگرام بنگدانه، (۳۹۷‚۵۶) کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) او (۹۶‚۲۹۸۵) کیلوګرامه ټرماډول د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۱۰ تنه د ۷ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

دغه کسان د بیلابیلو نشه یي توکو سره د کابل ،ننګرهار،تخار،خوست اوبدخشان ولایاتو څخه نیول شوي. د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د پورتنیو قضیو په اړوند ۲ تنه چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین) چې په خپل سفری بیک کی  یي ځای په ځای کړی و هندوستان هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵۰لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.