General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): څه باندې ۴۰ تنه قاچاق وړونکي تراتلس کالو حبس محکوم په سزا شول

څه باندې ۴۰ تنه قاچاق وړونکي تراتلس کالو حبس محکوم په سزا شول

2021-05-11 CNJC Photo

 

د یوی اوونئ  په ترڅ کې څه باندې ۴۱ تنه د دریو میرمنو په ګدون د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۴۰ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له  دوو کالو شپږ میاشتنو نه تر۱۸ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکومین شویو په مینځ کې د یاد مرکز د ابتدایی محکمی لخوا ۸ تنه د ۸ قضیو په اړوند له دوو کالو شپږ میاشتو نه تر ۱۸ کالو پوری او د اسیناف محکمی لخوا ۳۳ تنه د ۳۲ قضیو په اړوند په بیلابیلو حبسونو محکوم په سزا شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د (۰۹۹‚۶۷) ګرامه هیرویین،(۴۲)کیلوګرامه مورفین،(۴۳‚۱۴۱) کیلوګرامه تریاک،(۱۹۶) کیلوگرامه چرس، (۸۰۰) کیلوګرام بنګدانه (۳۲۸‚۱۹)  کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) او (۹۹‚۱) کیلوګرامه کافین  د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۲۷ تنه د یوی میرمنئ په ګدون د ۱۶ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

دغه کسان د بیلابیلو نشه یي توکو سره د کابل،ننګرهار،پکتیا،کند و خوست ولایاتو څخه نیول شوي. د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۱ تنه د یوی میرمنی په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه واسطه نشه یې توکې (هیرویین) چې سفری بیک یي ځای په ځای کړی و هندوستان هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.
د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵۰لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.