General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ځانګړی څارنوالۍ د قاچاقبران ۵۳۷ سیټه مصادره شوي ګرځنده موبایلونه کابل ګمرک ته وسپارل

ځانګړی څارنوالۍ د قاچاقبران ۵۳۷ سیټه مصادره شوي ګرځنده موبایلونه کابل ګمرک ته وسپارل

2021-05-04 CNJC Photo

 


د نشه یي توکو او مسکراتو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ځانګړي څارنوالۍ عمومي ریاست د محکمې حکم وروسته نن په رسمي توګه ۵۳۷ سیټه مصادره شوي ګرځنده ټیلیفونونه چې د نشه یي توکو او مسکراتو قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي کابل ګمرک ته تسلیم کړ.

د ۱۳۹۹ کال په جریان کې د هیواد امنیتي او کشفي ادارو دغه ګرځنده ټیلیفونونه په بیلابیلو ولایاتوکې له چاقبرانو څخه په داسې حال کې کشف او ضبط کړل چې هغوي نشه یي توکي او مسکرات یي له یو ولایت نه به ولایت ته لیږدول.

د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزې قانون د ۳۲ مې مادې د حکم پربنسټ((هغه وسیلې او تجهیزات چې د نشه یي توکو او مسکراتو په چمتو کولو، تولید او پروسس کې کارول کیږي او نور هغه منقوله او غیر منقوله شتمني چې ور نه د نشه یي توکو او مسکراتو توکو کاروبار کې کارول شوي یا ترلاسه شوي او یا هم د ترسره کولو په نیت چمتو شوي

یي مصادره کیږي.))

مصادره شوي ګرځنده ټیلیفونونه د نشه یي توکو او مسکراتو د قاچاق ۲۹۴ قضیو پورې اړوند و چې د ۱۳۹۹ لمریز کال په جریان کې د هیواد امنیتي او کشفي ارګانونو لخوا د نشه یي توکو او مسکراتو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته استول شوی وو.

د کابل ګمرک ضبطی مدیر ایمل د ځانګړی څارنوالی د اجرایی آمر څخه د مصادره شوي موبایلو تسلیمیدو پرمهال د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز چارواکو د نه ستړي کیدونکي کار او فعالیتونو له امله مننه وکړه او زیاته یي کړ چې کابل ګمرک ته د نشه یي توکو او مسکراتومصادره شوي ټیلیفونونه سپارل یاد مرکز کې رونتیا ښیې.

د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزې قانون حکم پربنسټ، د کابل ګمرک ریاست مکلف دی چې مصادره شوي ګرځنده ټیلیفونونه په یوه شفافه پروسه کې لیلام کړي او ترلاسه شوې پیسې د دولت په عوایدو کې شاملې کړي.

همدارنګه د نشه یي توکو او مسکراتو پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ځانګړي څارنوالۍ عمومي ریاست د ۱۳۹۸ لمریزکال په اوږدوکې ۱۵۲۹ سیټه بیلابیل ګرځنده موبایلونه چې له قاچاقبرانو څخه په ۱۳۹۵ – ۱۳۹۶ – ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ لمریز کلونو کې کشف او ضبط شوي و دځانګړی محاکمو د نهایی پریکړې وروسته لیلام له پاره کابل ګمرک ته سپارل شوي و.