General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۳۴تنه قاچاق وړونکي تر۲۹ کالو حبس محکوم په سزا شوي

۳۴تنه قاچاق وړونکي تر۲۹ کالو حبس محکوم په سزا شوي

2021-02-09 CNJC Photo

 

 د یوی اوونئ  په ترڅ کې ۳۴ تنه د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۲۶ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له ۳ کالو نه تر۲۹ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکومینو په مینځ کې د یاد مرکز د ابتدایی محکمی لخوا ۷ تنه د ۷ قضیو په اړوند له ۳ کالو نه تر ۲۹ کالو پوری او د اسیناف محکمی لخوا ۲۷ تنه د ۱۹ قضیو په اړوند په بیلابیلو حبسونو محکوم په سزا شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د (۲۱‚۴۴)ګرامه هیرویین (۷)کیلوګرامه مورفین (۶۰)کیلوگرام تریاک (۸۰۹‚۱۳) کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) (۳۳۰) کیلوګرامه بنګدانه او (۵۴‚۶۴۰) ګرامه روان اړونکی ګولی د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۲۱ تنه د یوی میرمنی په گدون د ۱۶ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

دغه کسان د بیلابیلو نشه یي توکو سره کابل،کندهار،بلخ،غزنی،ننګرهار،هلمند،بدخشان او پروان  ولایاتو څخه نیول شوي چی د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د مسکراتو او نشه یې توکو پروړاندې مبارزی قانون وروستي تعدیلونو پربنسټ؛ د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز د دې قانون د ۱۶او ۱۷ مې مادې په رڼا کې د هغو قضیو عدلی او قضایی چې وزن یي له یو کیلوګرام څخه ډیر هیرویین، له یو کیلوګرام څخه ډیرمورفین، له ۱۰ګرامه څخه ډیر نشه یې سنتیتک، له ۵لیترو څخه ډیر اسیتیک انهایدرایت اسید، له ۵۰ جریب څخه ډیر کښت شوی د نشه یې توکو ترکیب مواد، له ۳۰۰ لیټرو ډیر الکولي مشروبات، له ۱۰کیلوګرام څخه ډیر تریاک او له ۵۰کیلوګرام څخه ډیر چرس وي په ټول هیواد کې صلاحیت یې لری.