Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د مرغومی میاشتې راپور

د مرغومی میاشتې راپور

2021-01-23 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو راپور


د۱۳۹۹ لمریزکال د مرغومی میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۸۸ قضیو په اړوند ۱۱۹ تنه د اوو میرمنو په ګډون د ۹۶ قضیو په اړوند د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکزته رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲۱ تنه د اوو میرمنو په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې (هیرویین او چرس) هندوستان هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۶ عرادی موټره،دری عرادی موټرسایکله،۸ میله وسلئ او ۱۵۰ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۸۱۸۷۶۵)نغدی افغانئ او (۱۴۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۱۶۵ تنه د۸ تنه دولتی کارکوونکي او۵ میرمنو په ګډون د۶۹ قضیو په اړوند له ۶ میاشتو نه تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۱۷۵ تنه د ۲۲تنه دولتی کارکوونکي  او د ۵ تنه میرمنو په ګدون د۱۲۴ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۸۴ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د مرغومی میاشتی په ترڅ کې د را رسیدلو قضیو په اړوند(۶۷۲‚۱۴۲) کیلوګرامه هیرویین (۳۹۱‚۱۹۶) کیلوګرامه تریاک (۱۷‚۶۶۱۰۷)کیلوګرامه چرس (۱۴۹‚۷۲)کیلوګرامه مت امفتامین(۵‚۳۰۵۰)کیلوګرامه بنګدانه(۹۸‚۱۸۰۸) لیتره الکولی مشروبات (۹۱) لیتره تیزاب(۸۱۵‚۲) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی (۱۰۰۰۰)کیلوګرامه خشخاش او(۲۲۶‚۱) کیلوګرامه ناپیژاندی مواد کشف او ترلاسه شوي.

هغه ولایتونه چې د (مرغومی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل ولایت د ۳۵ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۴ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۹ کال د لیندئ میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۸۸ قضیو په تړاو۹۲ تنه د دوو میرمنو او یو پاکستانی وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.